IQNA

د پاکستان د موجوده ترینګلتیاؤ یوازینۍحل لاره دقانون احترام او انتخابات دي

10:10 - May 16, 2023
د خبر لمبر: 3487345
ایکنا-(تهران) د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ دخیبر پختونخواه صوبې عمومی منشي شبیر حسین ساجدی د قبایلی مشرانو په ټول کې پخپلې وینا کې ووئيل، ایم ډبلیو ایم ولسی غورځنګ به  خپلې هغې پالیسۍ ته چې پاکستان باید یوه خپلواکه  پالیسی ولرل شي او د بهرنیو قدرتونو  لاسوهنو مخه دې ونیول شي،ژمن وي او د خپل ګران هیواد دترقۍ او پرمختګ لپاره به خپلو هغو هلوځلو ته دوام ورکړي

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ دخیبر پختونخواه صوبې عمومی منشي شبیر ساجدي په یوې اعلامیې کې ووئيل په پاکستان کې موجوده وضعیّت ډير اندیښمنونکی دی، سیاسی دنګل تر خطرناکه حده رسیدلی،ګرانئ هم د عامو خلکو ژوند تریخ کړی دی او غریب خلک دیوه وخت روټۍ په تکل کې سربداله دي .

 د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ  په دغې اعلامیې کې همداراز راغلي دي ،شبیر ساجدي د اورکزئ ضلعې  له مشرانو سره په خبرو کې جوته کړې ده ،د پاکستان اوسنی حکومت  له انتخاباتو او اساسی قانون له پلی کولو د تښتې لارې لټوي خو د ایم ډبلیو ایم ولسی غورځنګ به  خپلې هغې پالیسۍ ته چې پاکستان باید یوه خپلواکه  پالیسی ولرل شي او د بهرنیو قدرتونو  لاسوهنو مخه دې ونیول شي،ژمن وي او د خپل ګران هیواد دترقۍ او پرمختګ لپاره به خپلو هغو هلوځلو ته دوام ورکړي چې له څو لسیزو راهسې ئې  په هیواد کې درلودلی دی .شبیر ساجدي همداراز  د وروستیو غیر قانوني نیونو او اړئ ګړئ جوړولو باندې په سختو نیوکو سره ووئيل، اساسی قانون ټوله حل لارې  ښودلي دي او باید ټول لوري په دغو  حل لارو عمل وکړي څو یو خپلواکه او آزاد پاکستان ولرل شو. 

 د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ د  کی پي کې عمومی منشي  دغه راز پخپلو څرګندونو کې  دکورمې ضلعې وروستیو حالاتو ته په اشارې سره  ووئيل د پاره چنار سیمې په تری منګل  هائي سکول کې د عمل د خورونکو استاذانو په بې دردۍ سره  وژله ددې ښودنه کوي ،چې  ځیني حکومتي ادارې د علم دخوریدا خلاف   لاس په کار شوو پيّلو اوجنایتکارو ډلو ټپلو سره  غږمله شوي دي او  تر دې د مه ئې  دجنایتکارو قاتلانو په ضد هیڅ  ډول  اقدامات نه دي کړي چې دا ښئ  حکومتي کړئ غواړي په هیواد کې په تیره بیا په  کورمې ضلعې کې  اړئ ګړئ زیاتې وي  او دوي پکې خپلې سپيرې موخې  ولټوي. باید ووئيل شي چې په کورمې کې دشیعه او سني هیڅ اختلاف نشته او دا هغه غیر انساني او غیر  اسلامی ډلې ټپلې دي چې د شیعه اوسني ترمینځ  د  اختلافاتو په رابرسیره کولو سره د مسلمانانو ترمینځ درز او تفرقه رامینځةکړي او دخپلو اربابانو  خدمت وکړي خو  اوس  د  پاکستان ملت ویښ شوی او هیڅکله به  داسلام دښمنانو ته پخپلو سپیرو موخو کې دبریالیتوب اجازت ورنه کړي. شبیر ساجدي په پاي کې  د اورکزئ او کورمې  سیمې د شیعه اوسني مسلمانانو ترمینځ په اتحاد او یووالي  او یوه زړتوب ټينګار و کړ.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i132920

captcha